ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي امیرخان متقي: د افغانستان او ایران اړیکې د پراخه کېدو په حال کې دي

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي ایران ته د خپل سفر په ترڅ کې له یوې ایراني رسنۍ سره په مرکه کې د افغانستان او ایران اقتصادي او سیاسي اړیکو، تهران ته د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال وروستي سفر، د چابهار بندر ارزښت او له هغه څخه د ګټې اخیستنې په څرنګوالي، د افغان کډوالو او هېواد ته یې راستنېدو او د فلسطین د موضوع په تړاو خبرې اترې کړې دي.

مولوي امیرخان متقي په دې مرکه کې ویلي، چې د افغانستان او ایران اړیکې ډېرې ښې دي او ورځ تر بلې پراخېږي.

ښاغلي متقي ایران ته د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال وروستي سفر په تړاو ویلي؛ دې سفر کې د هوکړو له لاسلیک وروسته بېلا بېلې کمیټې سوداګرۍ، ترانزیټ، زراعت او نورو برخو کې کار کوي.

د هېواد د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر په وینا؛ چابهار بندر د افغانستان او ایران لپاره مهم دی او موږ غواړو، چې له دې بندر څخه د منځنۍ اسیا هېوادونو او چین ته د افغانستان له لارې د ګټې اخیستلو زمینه برابره شي.

مولوي امیرخان متقي د فلسطین د موضوع په تړاو ویلي؛ د اسلامي امارت موقف دا دی، چې د فلسطین په ځمکه دې د فلسطینیانو حکومت رامنځته او په رسمیت وپېژندل شي.

د دې تر څنګ ښاغلي متقي زیاته کړې، چې افغانستان کې پښتو او دري رسمي ژبې دي او تر منځ یې هېڅ ډول توپیر نشته. دغه‌راز په پوهنتونونو او مکتبونو کې له دواړو رسمي ژبو ګټه اخیستل کېږي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر همدارنګه ویلي، چې اسلامي امارت هڅه کوي تر څو افغانان خپل هېواد ته راستانه شي. دغه‌راز هغه افغان کډوال چې په تېرو ۴۰ کلونو کې له هېواده کډوال شوي، اسلامي امارت هڅه کوي، تر څو د ژوند او اقتصادي اسانتیاوې ورته رامنځته او هېواد ته یې راستانه کړي.