ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

یکشنبه د ۱۰/۶/۱۴۴۵ هـ ق نېټه، چې ۳/۱۰/۱۴۰۲ هـ ش نېټې سره سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

 د تورخم له لارې ۵۴ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۱۴۰ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

 په تورخم کې ۱۵ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

 د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

غذا:  د تورخم په کمپونو کې دوه زره او ۵۰۰ خوراکه ډوډۍ او ۸۵ زره لېټره پاکې اوبه وېشل شوي دي.

خوراکي توکي او البسه: په تورخم کې راستنو شویو کډوالو ته لاندې خوراکي توکي او البسه وېشل شوې:

 کمپلې، فرشونه، بړستنې، ګازي بخارۍ، ۳۵ بستې خام غذایي توکي او داسې نور بېلا بېل شیان ویشل شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۱۳۹ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې  په تورخم کې څلور تنه د بکلوریا سند لرونکي، ۴۷ تنه غریبکار او ۳۹ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۹۰ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

 د سپین بولدک له لارې ۵۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۳۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۵۰ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۵۰۰ زره افغانۍ کیږي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

 له سپین بولدک څخه درې کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۰ تنه و، کندهار او هرات ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۰۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

 په سپین بولدک کې ۱۵ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

 په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

غذا: په سپین بولدک کې یو زر او ۵۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوې دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۳۶۷ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۵۳۴ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان کډوالو ته ویشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۱۹۰ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې  په سپین بولدک کې دوه تنه د بکلوریا سند لرونکي، یو تن لیسانس سند لرونکی، یو تن حافظ،۸۱ تنه غریبکار او ۵۲ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۱۳۷ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په سپین بولدک کې ۴۰ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

همدارنګه یادې کمېټې یو تن ماشوم چې له خپلې کورنۍ څخه نادرکه شوی و، پیدا او خپلې کورنۍ ته سپارل شوی دی.

زابــــل

شملزو لار ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

 د شملزو په لار کې دوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۴ تنه و، هېواد ته راستانه او  ثبت شوې دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

 له شملزو لارې څخه دوه کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۴تنه و، د ځنځیر سیمې ته لېږدول شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲ کورنۍ سره لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته شوې چې ټولې ۲۰ زره افغانۍ کیږي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

 په شملزو کې راستنو شویو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم او ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

پکتیکا

آنګور اډه ډیورنډ فرضي کرښه

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

 د آنګور اډې له لارې درې کورنۍ هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

 له آنګور اډې څخه درې کورنۍ خپلو اړونده ولسوالیو او کلیو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له درې کورنیو سره لس – لس زره افغاۍ کومک شوی چې ټولې ۳۰ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

 په آنګور اډه او ښرنه کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا:  کډوالو ته په آنګور اډه او ښرنه کې ۹۱خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي.

روغتیا: په آنګور آډه کې ۲۶ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

 په آنګور اډه کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

 د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۴۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۱۷ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۱۶۴ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

 د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې له اووه کورنیو سره لس – لس سره افغانۍ نغدي مرسته شوې، چې ټولې ۷۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

 په نیمروز کې ۳۴ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

 د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۴۱ عدده سیم کارتونه کډوالو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

 د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې ۱۱۷ تنو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

 په هرات کې ۱۲ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

کابـــــــل

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

 له کابل څخه ۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۵تنه و، کندوز، بلخ او بغلان ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او د یادو کورنیو د موټرو  ټوله کرایه ۲۴ زره او ۵۰۰ افغانۍ شوې ده.

د ټولو دروازو او کمېټو د بېلابېلو فعالیتونو مجموعي ارقام په لاندې توګه دي:

ټول ثبت شوي کډوال:              ۱۵۵ کورنۍ، ۶۰۷ غړي

ټول لېږدول شوي کډوال:          ۱۵ کورنۍ، ۷۵ غړي

ټول مرسته شوي کډوال:           ۶۲ کورنۍ

لنډمهالي مېشت شوي کډوال:         ۷۶کورنۍ

ټول تداوي شوي کډوال:            ۳۹۳ تنه

وېشل شوي سیمکارتونه:             ۳۷۰ عدده

د کډوالو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا