د فلسطین د حالاتو په تړاو د تهران په نړیوال کنفرنس کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي د فلسطین د جګړې په اړه د نړیوالې ټولنې په چوپتیا نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې نړۍ پرته له کوم غبرګونه د فلسطیني وګړو د قتل عام ننداره کوي.
ښاغلي متقي زیاته کړې، چې نړیوال حاکم نظم د یوویشتمې پیړۍ د خلکو اړتیاوې نه شي پوره کولای او د دې تضادونو له امله د نظم په موخه بدلون ته اړتیا ده.
مولوي امیرخان متقي د نړیوالې ټولنې له لوري د بشري حقونو سرغړونې له امله د اسلامي امارت په وړاندې د نړيوالې ټولنې بنديزونه مسخره بللي او ویلي یې دي؛ دا لویه مسخره ده، چې کله افغانستان له څلورو لسیزو بهرنیو لاسوهنو او جګړو وروسته د امنیت او ثبات په طرف پېشرفت کړی، د بشر له حقوقو د سیاسي استفادې له امله له نړیوالو بندیزونو سره مخ کېږي.
د فلسطین د حالاتو په تړاو د تهران نړیوال کنفرانس د څه باندې څلویښتو هېوادونو د استازو په ګډون د فلسطینیانو سره د مرستې لپاره په سیاسی او نړیوالو دریځونو کې د لا زیاتې همغږۍ د رامینځته کولو په موخه د تېرې شنبې په ورځ جوړ شوی وو.

