د شهيدانو او معلولینو چارو سرپرست وزير ملا عبدالمجید اخوند، چې د هېواد شمالي ولایتونو ته په سفر دی د سمنګان، کندوز، بغلان او تخار ولایتونو کې د یاد وزارت اړوند ریاستونو د فعاليتونو او کاري بهیر تر ارزونې وروسته بدخشان ولایت ته سفر کړی.
ملا عبدالمجید اخوند بدخشان کې د یاد وزارت اړوند رياست مسولینو او کارکوونکو ته ویلي؛ د شهیدانو او معلولینو د قربانېو په برکت او کرامت نن ورځ د اسلامي نظام تر چتر لاندې سره یو ځای شوي يو او الله تعالی جل جلاله څخه غواړو تر څو د دوې د قربانېو په برکت په ټول هېواد کې تلپاتې سوله ولرو.
د شهيدانو او معلولینو چارو سرپرست وزير همداراز یتیمانو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کول یو لوی او مهم مسوليت بللی او د اسلام په سپېڅلي دين کې یې د یتیمانو د سرپرستۍ او کفالت د ارزښت په هکله هم هر اړخیزې خبرې کړي.
نوموړي همداراز د یاد ریاست له مسولینو او کارکوونکو څخه غوښتي، تر څو په ورسپارل شویو دندو کې له پوره اخلاص څخه کار واخلي او په دې برخه کې دې له هر ډول بې غورۍ څخه ډډه وکړي.
د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزير په دې سفر کې په بدخشان ولایت کې د شهيدانو له یو شمېر وارثینو او معلولینو سره له نږدې لیدلي، د هغوی ستونزې یې اوریدلي او له هغوی سره یې یوه اندازه نغدي مرسته هم کړې ده.

