د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشري نن یکشنبه د روان لمریز کال د جدې میاشتې په درېیمه نېټه د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره او له اجنډا سره سم د ټاکل شوو موضوعاتو په اړه بحث وشو.
د اقتصادي کمیسیون یادې غونډې ته د MCC چینايي شرکت له لوري د مس عینک کان د انکشاف او همدارنګه د پروژې د ژر پيل لپاره د ځمکې لاندې کان کیندنې په مېتود نوې طرحه د بحث لپاره وړاندې شوه.
په غونډه کې تر مفصل او هر اړخیز بحث وروسته د کانونو او پټرولیم وزارت په مشرۍ بینالوزارتي کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو د وړاندې شوې طرحې په اړه له قراردادي شرکت سره تخنیکي ناستې ترسره او خپل راپور دې اقتصادي کمیسیون ته وړاندې کړي.
دغهراز د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د قشقري نفتي او ګازي بلاک د قرارداد وضعیت څېړلو راپور هم وړاندې شو.
وړاندې شوی راپور له ارزونې وروسته تایید او د کانونو او پټرولیم وزارت په مشرۍ بینالوزارتي کمېټې ته دنده وسپارل شوه، تر څو په هېواد کې د مازوت نفتو د تصفیې خونې جوړولو په برخه کې پانګوال جذب او په ټولو معیارونو برابره تصفیه خونه جوړه کړي.
د اقتصادي کمیسیون په یاده نوبتي غونډه کې د بدخشان ولایت له بهارک څخه تر اشکاشم ولسوالۍ پورې د غځېدلي سړک د پاتې ۲۰ سلنه چارو د بشپړولو لپاره د مالي سرچینې پيدا کولو موضوع هم د بحث لپاره وړاندې شوه.
په غونډه کې تر مفصل بحث وروسته پرېکړه وشوه تر څو د ټولګټو وزارت د یادې پروژې د تولو تخنیکي او مالي اړخونو ارزونه ترسره او خپل راپور دې د اقتصادي معاونیت له مقام سره شریک کړي. دغه سړک ۱۵۰ کیلومټره اوږدوالی لري چې ۸۰ سلنه چارې یې بشپړې شوې دي.
د دې تر څنګ د نفت او ګازو دولتي شرکت، نورم او سټنډرډ ملي ادارې او ملي تدارکاتو ریاست له استازو څخه جوړې شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، تر څو د دولتي ادارو د تېلو د هغو قراردادونو په هکله چې اټکلي قیمت یې تر ۲۰ میلیونو افغانیو زیات وي، په دې اړه ګډې تخنیکي ناستې ترسره او خپل راپور د اقتصادي معاونیت له مقام سره شریک کړي.
د اقتصادي کمیسیون په یاده نوبتي غونډه کې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو په تړاو د مشرقي ولایتونو د ولسونو غوښتنې هم د بحث لپاره وړاندې شوې.
تر مفصل بحث وروسته ټاکل شوې بینالوزارتي کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو د یادې موضوع هراړخیزه ارزونه ترسره او خپل راپور د اقتصادي معاونیت له مقام سره شریک کړي.

