ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پېښو ته د رسېو په چارو کې د دولت سرپرست وزیر د  UN-OCHAله مرستیال سره لیدنه کړې

ملا محمد عباس اخوند پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت سرپرست وزیر له په افغانستان کې د ملګروملتونو بشري مرستو همغږي کونکي دفتر (UN-OCHA) له مرستیال اقا محمد زید خاطر سره لیدنه کړې او په راتلونکي میلادي کال کې د دغه سازمان پر کاري پلان او د ژمنیو مرستو په اړه خبرې او د نظرونه تبادله کړي.
د اوچا دفتر مرستیال ویلي؛ په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان ۲۳.۸ میلیونه وګړي، چې د دې هېواد له نیمایي نفوس څخه زیات دی بشري مرستو ته اړتیا لري او د مدیریت لپاره یې ۲.۰۶ ملیارده ډالرو ته اړتیا ده.

نوموړي زیاته کړې؛ چې دغه سازمان د هېواد په بېلابېلو برخو کې له اړمنو خلکو سره لیدلي دي او د هغوۍ اړتیاوو ته یې په څلورو زونونو کې پر دریو برخو لومړیتوب ورکړی دی.
نوموړي ویلي؛ اوچا په ژمني پروګرام کې ۱۶ میلیونه کسانو ته بشري مرستې چې خوراکي، ژمنۍ البسې، کمپلې، د کورونو ګرمولو په موخه د سون توکي او روغتیایي مرستې پکې شاملې دي، هغوۍ ته به یې ووېشي.

ښاغلي خاطر زیاته کړې؛ دغه مرستې به اړمنو ته چې بشري مرستو ته اړتیا لري، د وچکالیو له امله زیانمنو او کډوالو ته چې په اجباري ډول هېواد ته راستانه شوي، ووېشل شي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت سرپرست وزیر ویلي؛ د دې ترڅنګ چې خلک خوراکي او غیرخوراکي مرستو ته اړتیا لري له ګاونډویو هېوادونو په اجباري ډول ایستل شویو کډوالو او د پېښو له امله زیانمنو لپاره ترټولو اساسي اړتیا د هغوۍ دایمي سرپناه ده، چې د هغوۍ لپاره د هستوګنځایونو جوړولو او بیارغونې په برخه کې پاملرنه وشي.

نوموړي زیاته کړې؛ په افغانستان کې نفوس داسې دی، چې په یوځای کې کم او په بل ځای کې ډېر دی چې د هغوۍ هستوګنیزو سیمو ته په کتو سره یې د زیانمنتیا کچه بېلابېله ده.