ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د بلخ محکمو په دوو اونيو کې د ۴۳۰ دوسیو پر حل او فصل سربېره ۱۶۸ وثیقې هم اجرا کړي

د بلخ ولايت مرافعه محکمې، وثايقو، ښاري ابتدائیه محکمې، د زون نظامي محکمې او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په دوو اونيو کې له  ۲۶/ ۵/ ۱۴۴۵هـ ق نېټې څخه تر ۷/ ۶/ ۱۴۴۵ هـ ق نېټې پورې د ۴۳۰ دوسيو پر حل او فصل سربېره، ۱۶۸ وثيقې هم اجرا کړې دي.

مسولینو ویلي؛ په حقوقي برخه کې په دوو اونيو کې ۲۳۶ حقوقي دوسیې محاکمو ته واردې شوي، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.

 له دې جملې څخه ۵۵ دوسیې فیصله شوي، ۳۰ دوسیې مکتوبي مستردې شوي، د ۱۸۳ دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.

 مسولینو زیاته کړي؛ چې په جزائي برخه کې په دوو اونيو کې ۱۸۰ جزائي دوسیې محاکمو ته واردې شوي، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.

 له دې جملې څخه ۷۹ دوسیې فیصله شوي، نهه دوسیې مکتوبي مستردې شوي، د ۷۴ دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.

 همداراز د وثيقو برخه کې د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې ۱۶۸ بېلا بېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.