ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مجاهد: افغانستان کې د بې‌وزلي زیاتوالي په اړه د امریکا استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې څرګندونې حقیقت نه لري

د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد افغانستان کې د بې‌وزلي زیاتوالي په اړه د امریکا استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې څرګندونې ردوي او وايي، چې دا څرګندونې حقیقت نه لري، بلکې د افغانانو وضعیت مخ په ښه کېدو دی.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې افغانستان کې له ۱۲ میلیونو ډېر وګړي له سختې لوږې سره مخ دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د خوراکي توکو دا کمښت ډېرې میندې اړ کړې، چې د خپلو ماشومانو د ارامولو لپاره نشه‌يي توکي وکاروي.

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د دې کمیټې شمیرې ردوي او ناسمې یې بولي او وايي، چې افغانستان کې پاتې اقتصادي ستونزې هم د بندیزونو او د افغانانو د شتمنیو د غصب له امله دي.

په ورته وخت کې یو شمېر کارپوهان په افغانستان کې د لوږې دغه شمېرې د حقیقي څېړنو پر بنسټ نه ګڼي او وايي، چې نړۍ افغانانو سره په مرسته رسولو کې سیاست کوي.