ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هېواد کې د معیاري کارخونو پر جوړیدو ټینګار کړی

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور د نفتو پروسس د اتوو کارخونو له مسولینو سره لیدنه کړې.

په دغه لیدنه کې د یادو کارخونو استازو د نفتو پروسس، تصفیې او ظرفیت د کارخونو پراختیا په اړه معلومات وړاندې کړي.

نوموړو د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست څخه غوښتنه کړې، چې د نفتو د کارخونو له مسولینو سره همکاري وکړي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور د نفتو پروسس کړونو د پراختیا په برخه کې د هغوی د خبرو له اورېدو څخه وروسته په هېواد کې د معیاري کارخونې پر جوړولو ټینګار کړی.