ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کانونو او پټرولیم سرپرست او د ننګرهار د کانونو رییس لیدنه؛ د کانونو کیندنې پر روڼتیا خبرې شوي

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور د ننګرهار ولایت د کانونو له رییس حاجي هدایت الله اخوند سره لیدنه کړې.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د کوچنیو او لویو کانونو پروژو او د عوایدو لوړوالي په اړه خبرې کړي او د یاد ولایت د کانونو د کیندنې په برخه کې پر روڼتیا ټېنګار کړی.

 د ننګرهار ولایت د کانونو رییس د خپلو فعالیتونو، کارونو او د یاد ولایت د ترازو ګانو په اړه د معلوماتو تر څنګ خپلې ستونزې او غوښتنې د وزارت له مشرتابه سره شریکې کړي.

 د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د یاد ریاست د کارونو پر چټکتیا او ښه والي ټینګار کړی، د ستونزو د هواري په موخه یې لازمې لارښونې کړي.