د پکتیکا ولایت د مرکز ښرنې اړوند د خواجه خېلو په سیمه کې د کډوالو چارو ریاست په همغږي د UNDP په مالي ملاتړ د براک موسسې له لوري د ۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د ډیوري په نوم ۳،۵ کیلو متره یو کانال جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
د پکتیکا د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس مولوي حمدالله فاتح د داسې حیاتي پروژې پلي کول د خلکو لپاره د اهمیت وړ بللي او له نړیوالو موسسو د پکتیکا په لرې پرتو ولسوالیو کې د ورته چارو غوښتنه کوي.
د براک موسسې ولایتي مسول صدیق الله تاند ویلي، چې د یادې پروژې پر مهال ۲۰۰ تنو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.
په پکتیکا کې د ۷۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۴ چیک ډیمونو چارې هم په تېرو ورځو کې د اسلامي امارت د مسولینو له لوري پیل شوې وې.

