ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ډاکټر ناکامورا د نیمګړې پروژې بشپړولو په موخه یو جاپانی انجنیر افغانستان ته راغلی

جاپاني رسنیو د ډاکټر تیتسو ناکامورا د اوبولګولو د پاتې پروژې بشپړولو په موخه افغانستان ته د یوه بل جاپاني انجنیر د سفر خبر ورکړی دی.

د یوې جاپانۍ ورځپاڼې له لوري په خپاره شوي راپور کې ویل شوي، چې د نوریو اوا په نوم دغه متقاعد انجنیر د نږدې څلورو کلونو لپاره د جاپان په فوکوکای ټولنه کې د میشت نادولتي بنسټ پېښور-کای د انجنیرۍ ډلې غړی و، چې ناکامورا يې په افغانستان کې د سیمه ‌ییزو عملیاتو مشري کوله.

ورځپاڼې د نوموړي انجنیر له قوله ویلي، چې (مونږ به خپله هڅه، تجربه او پوهه له ځایي کارپوهانو سره شریکه کړو او له هغې څخه به پوره ګټه واخلو؛ خو دا وس نه‌ لرو، چې خلک د ډاکټر ناکامورا له وړتیا او مینې بېرته برخمن کړو).

په افغانستان کې د ناکامورا د اوبو لګولو پروژه له هغې وروسته بنده شوه، چې نوموړی د ۲۰۱۹ ز کال د ډسمبر پر څلورمه د ۷۳ کلونو پر عمر په یوه وسلوال برید کې ووژل شو.