ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا غزې سره د بشري مرستو په اړه چمتو شوی پریکړه لیک تصویب کړ

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جمعې ورځ په نیویارک کې ناسته وکړه او غزې سره د بشري مرستو په اړه چمتو شوي پرېکړه لیک ته یې مثبته رایه ورکړه.

دغه پرېکړه لیک چې مخکې تر دې څلور ځلې له رایې اچونې ځنډول شوی و، وروسته ترهغې تایید شو، چې غزه کې د اوربند په اړه ماده ترې لرې کړی شوه.

پرېکړه لیک ته ډیری هېوادونو مثبته رایه ورکړه او یواځې امریکا او برتانیا ممتنع رایه وکاروله.

د دغه پرېکړه لیک له مخې به د یو منظم میکانېزم پر اساس غزې ته بشري مرستې ورسول شي.

د راپورونو له مخې د دغو مرستو په درشل کې لومړنۍ عراقۍ کیښتۍ، چې سون مواد په کې بار دي د مصر سینا بندر ته حرکت کړی دی.

ملګرو ملتونو ویلي؛ غزه کې د روان کړکېچ له امله ۱۰ زره ماشومان چې عمرونه یې له پینځو کلونو کم دي، د مرګ له سخت ګواښ سره مخ دي.

ورته وخت یوې برتانیايي ورځپاڼې خبر ورکړی، چې غزه کې روانو حالاتو ته په کتو صهیونستي پوځیانو ماتې خوړلې خو د نتانیاهو حکومت یې له شرمه رسنیز کولی نه شي.

د یادونې وړ ده، چې غزه کې د روانې جګړې له امله ۲۰ زره ۵۷ تنه فلسطینیان شهیدان شوي، چې ۷۰ سلنه یې ښځې او ماشومان دي.

دغې جګړه کې لسګونه زره نور د غزې اوسېدونکي ټپیان شوي هم دي.