ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

واشنګټن له غزې سره د بشري مرستو په اړه چمتو شوې پرېکړه لیک څخه ملاتړ کوي

ټاکل شوې نیویارک کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه له غزې سره د بشري مرستو کولو په اړه چمتو شوي پرېکړه لیک ته رایه ورکړي.

دغه پرېکړه لیک، چې مخکې تر دې څو ځلي د امریکایي لوري د ویټو کولو له وېرې ځنډول شوی وو، تازه په ملګرو ملتونو سازمان کې د امریکا استازي لیندا توماس ګرینفیلد ویلي، چې تېره یوه اونۍ کې له اماراتي، مصري او د نورو هېوادونو له چارواکو سره یوې داسې پرېکړې ته رسېدلي، چې د دوی د قناعت وړ ده.
نوموړي زیاته کړې، چې د ملګرو ملتونو په ناسته کې به د پرېکړه لیک پر ملاتړ رایه ورکړي.
د راپورونو له مخې د پرېکړه لیک وروستي متن کې د اوربند په اړه څه نه دي ویل شوي او یواځې دغه کار ته د زمینې برابرولو په اړه هوکړه شوې.
دغه راز پرېکړه لیک کې غزې ته د بشري مرستو پر رسولو هم بحث شوی او له دغه مرستو د نظارت کولو او غزې ته د رسولو پر لارو چارو یې تمرکز کړی.
د دغې پرېکړې د منځپانګې په اړه ډېر جزیات نشته، خو باید وویل شي، چې وروستیو کې د اوربند د ټینګېدو هیلې هم مخ پر زیاتېدو دي.
دا په داسې حال کې ده، چې اسرایل هڅه کوي له اوربند پرته خپل اتباع د حماس له زندان څخه ازاد کړي، خو حماس بیا ټینګار کوي، چې له دایمي اوربند پرته د اسیرانو ازادي شونې نه ده.
اسرایل بیا غزه کې دایمي اوربند ردوي او ټینګار کوي، چې د حماس ډلې تر بشپړې له منځه وړلو پورې به جګړې ته دوام ورکړي.
د یادونې وړ ده، چې دا مهال حماس سره د ١٤٠ په شاوخوا کې اسرایلیان اسیران دي.
غزه کې له روانې جګړې نږدې ۸۰ ورځې اوړي او شاوخوا ٧٠ زره فلسطینیانو، زرګونه اسرایلیانو او د نورو هېوادو اتباعو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.