جمعه د ۸/۶/۱۴۴۵ هـ ق نېټه، چې ۱/۱۰/۱۴۰۲ هـ ش نېټې سره سمون خوري.
د هېواد له بېلابېلو لارو څخه هېواد ته کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
ننګرهار
تورخم ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې ۴۱ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۹۳ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۱ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۳۱۰ افغانۍ کیږي.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
په تورخم کې ۲۵ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
غذا: د تورخم په کمپونو کې درې زره او ۷۰۰ خوراکه ډوډۍ او ۱۳۰ زره لیټره پاکې اوبه وېشل شوي دي.
خوراکي توکي او البسه: په تورخم کې راستنو شویو کډوالو ته لاندې خوراکي توکي او البسه وېشل شوې:
کمپلې،فرشونه، بړستنې، ګازي بخارۍ، ۵۰ بستې خام غذایي توکي او داسې نور بېلا بېل شیان ویشل شوي دي.
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۱۴۸ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د کار موندنې کمیټه:
د کارموندنې کمېټې په تورخم کې نهه تنه د بکلوریا سند لرونکي، یو تن فوق بکلوریا سند لرونکی، دوه تنه لیسانس سند لرونکي، ۶۵ تنه غریبکار او ۴۴ تنه حرفهيي او مسلکي کسان چې ټول ۱۲۱ تنه کیږي، ثبت کړي دي.
یادې کمېټې په تورخم کې ۳۴ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
په تورخم کې راستنو شویو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:
کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم او ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې ۷۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۹۵ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۷۴ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۷۴۰ زره افغانۍ کیږي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له سپین بولدک څخه ۱۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۸۸تنه و، کندهار، هلمند، هرات او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۲۳ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
په سپین بولدک کې ۸۲ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:
غذا: په سپین بولدک کې یو زر او ۴۵۰ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوې دي.
روغتیا: په سپین بولدک کې ۳۶۵ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.
همدارنګه ۶۱۸ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمبلې او توسان کډوالو ته ویشل شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۱۷۰ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د کار موندنې کمیټه:
د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې څلور تنه د بکلوریا سند لرونکي، یو تن فوق لیسانس سند لرونکی، شپږ تنه دیني عالمان، درې تنه حافظان، ۸۹ تنه غریبکار او ۱۴۹ تنه حرفهيي او مسلکي کسان چې ټول ۲۵۲ تنه کیږي، ثبت کړي دي.
یادې کمېټې په سپین بولدک کې ۵۸ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.
همدارنګه یادې کمېټې په عمري کمپ کې دوه تنه ماشومان چې له خپلې کورنۍ څخه نادرکه شوي و، پیدا او خپلې کورنۍ ته سپارلي دي.
زابــــل
شملزو لار ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د شملزو په لار کې دوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې اته تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له شملزو لارې څخه دوه کورنۍ چې د غړو شمیر یې اته تنه و، د شملزو ولسوالۍ بېلا بېلو کلیو ته په خوندي توګه لېږدول شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له دوه کورنیو سره لس – لس زره افغاۍ کومک شوی چې ټولې ۲۰ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
په شملزو کې راستنو شویو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:
کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم او ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
پکتیکا
آنګور اډه ډیورنډ فرضي کرښه
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د آنګور اډې له لارې دوه کورنۍ هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په آنګور اډه او ښرنه کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:
غذا: کډوالو ته په آنګور اډه او ښرنه کې ۶۷ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوي دي.
روغتیا: په آنګور آډه کې ۱۷ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۲۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۵ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۹۸۹ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې له اته کورنیو سره لس – لس سره افغانۍ نغدي مرسته شوې چې ټولې ۸۰ زره افغانۍ کیږي.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
په نیمروز کې ۴۶ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:
مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۲۵ عدده سیم کارتونه کډوالو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې ۹۵ تنو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:
یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
هرات
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
په هرات کې ۴۵ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.
کابـــــــل
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له کابل څخه ۶۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۸۷ تنه و، کندوز، بلخ، بغلان او کندهار ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او د یادو کورنیو د موټرو ټوله کرایه ۲۷۰ زره او ۱۰۰ افغانۍ شوې ده.
د ټولو دروازو او کمېټو د بېلابیلو فعالیتونو مجموعي ارقام په لاندې توګه دي:
ټول ثبت شوي کډوال: ۱۴۴ کورنۍ او ۵۹۵ غړي
ټول لېږدول شوي کډوال: ۸۴ کورنۍ او ۲۸۵ غړي
ټول مرسته شوي کډوال: ۱۱۵ کورنۍ
لنډمهالي مېشت شوي کډوال: ۱۹۸کورنۍ
ټول تداوي شوي کډوال: ۳۸۲ تنه
وېشل شوي سیمکارتونه: ۳۴۳ عدده
د کډوالو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

