د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزير ملا عبدالمجید اخوند د یاد وزارت د دفتر ریيس قاري شاه محمد دوست په ملتیا بغلان ولايت ته د سفر په ترڅ کې د یاد وزارت اړوند رياست د کړنو، اجرااتو، فعاليتونو او کاري بهیر څخه لیدنه او ارزونه کړې.
ملا عبدالمجید اخوند د بغلان ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رياست مسولینو ته ویلي؛ زموږ هڅه دا ده، چې د شهیدانو د وارثینو او معلولینو پر وړاندې شته ستونزو او ننګونو ته په بشپړه توګه رسېدنه وشي او اسلامي امارت دوی ته د پر وخت خدمتونو د وړاندې کولو او اسانتیاوو رامنځته کولو کلک هوډ لري.
د یاد ریاست د ارزونې پر مهال د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت د دفتر ریيس بغلان ولایت ته د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزير د سفر موخه یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د میاشتنې نغدي مساعدتونو د ورکړې د څرنګوالي ارزونه بللې.
نوموړي زیاته کړې؛ د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت سره تر دې دمه په ټول هېواد کې شاوخوا ۶۲۰ زره تنه یتیمان، کونډې او معلولین ثبت شوي، چې په هغه کې ۳۵۰ زره تنه یتیمان، ۹۰ زره تنه کونډې او ۱۸۱ زره معلولين شامل دي.
د نوموړي په وینا؛ په ۱۴۰۲ مالي کال کې د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت ته ۱۲ میليارده افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې وه او یاد وزارت توانيدلی دی، چې په ټولو ولايتونو کې يتيمانو، کونډو او معلولينو ته له هر ډول تبعيض پرته مياشتنې نغدي مرستې ورکړي.
په ورته وخت کې د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزير د یاد ریاست د کاري بهیر د ارزونې سربېره له یو شمېر معلولینو سره له نږدې کتلي د هغوی ستونزې او غوښتنې یې واورېدې او ورسره یې یوه اندازه نغدي مرسته هم کړې.

