ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د هېواد د اصلاحي نظامي کمېسیون رییس د بلخ له مرستیال والي او یو شمېر نظامي مسولینو سره لیدنه کړې

د هېواد د اصلاحي نظامي کمېسیون رییس محمد اسماعیل فایز ویلي؛ دا کمېسیون د شیخ امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري جوړ شوی، چې د یوه خاص طرزالعمل له لارې په دریو ارګانونو د هېواد وزارت دفاع، د هېواد د کورنیو چارو وزارت او د استخباراتو لوی ریاست پوري اړوند دی، چي یاد طرزالعمل په ۲۳ مادو او ۴ فصلونو کې د مشرتابه حفظه الله له لوري توشیح شوی دی.

د نوموړي په وینا؛ په همدې موخه د نظامي مجاهدینو د اصلاح لپاره په سرحدي ۲/۵ ولایتونو او زونونو کي دا کمېسیونونه جوړيږي او بلخ ولایت چي د شمال زون په سطحه یو لوی ولایت دی، په دې ولایت کي د استخباراتو ریاست اُپراتېفي مرسیتال یې د مسول، امر امنیت یې د لومړي عضوي او شمال زون کي د ۲۰۹ الفتح قول اردو رییس ارکان یې د دوهمي عضوي په توګه وټاکل شو.

ښاغلي فایز ویلي؛ د دې دریو ارګانونو څخه په ۹۰ تنه رسمي کسان په کمېسیون کې شامل شي او دوی ټولو دنده لري، ترڅو په ټولو ولسوالیو کې نظارت وکړي، د اصلاح په موخه مجاهدین تر نظارت لاندي راولي.

همداراز ولسوالیو کې د ټولو ډلګیو مشرانو په همږغۍ معلومات راټول کړي، ټولو ته په نرمه لهجه د امر تر قیادت لاندي مهمي لارښوني او سپارښتني وکړي، ځکه د افغانستان اسلامي امارت ټولو مسولینو او مجاهدینو د یوه امر تر قیادت لاندي جهاد کوی او اوس د دې هیواد ساتنه، خپل ولس ته خدمت کول او نظام ته بقا ورکول د ټولو مسولیت او لوی جهاد دی.