د فراه ولایت د پشترود ولسوالۍ د مساو او روکن په کليو کې د کرنيزو ځمکو د ښه خړوبولو دوه سربندونه تر بیا رغولو وروسته ګټې اخیستنې ته سپارل شوي.
د يادو سربندونو د پرانيستې پر مهال د فراه ولایت د پشترود ولسوالۍ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ مديريت د غلو او دانو مدير محمد تواب ویلي؛ چې د مساو او روکن په نامه ياد دوه سربندونه د شپږو میاشتو په موده کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي ملاتړ د ۳۱۰ زره ډالرو په لګښت بیا رغول شوي.
په یاد لګښت کې درې زره متره مکعبه سنګ کاري، د شاوخوا ۲۳۰ مترو په اوږدوالي د يو استنادي دېوال جوړول او د یو کيلو متر ويالې د پاک کارۍ چارې شاملې دي.
بل خوا د مساو او روکن کليو وګړي د يادو سربندونو په رغېدو خوښ دي او ویلي يي دي؛ چې د ۳۸ کيلو مترو په اوږدوالي جوړ شويو سربندونو د ۱۹ کليو د ۵۰۰ بزګرانو هغو ستونزو ته، چې پخوا به یې د يادو سربندونو له امله ګاللې د پای ټکی کېښودل شو.

