په نیمروز کې د بهرنیو چارو وزارت استازولۍ مسولینو ویلي؛ تهران کې د افغانستان د سفارت او د ايران هېواد په زاهدان کې د افغان کونسلګرۍ د مسولینو د هڅو په پایله کې، په لسمه مرحله کې ۲۰۰ تنه افغان بندیان خوشې او هېواد ته راستانه شول.
په دغه ولایت کې د بهرنیو چارو وزارت د استازولۍ رییس مولوي یارمحمد حقیار ویلي؛ چې دغه کسان د قانوني اسنادو د نه درلودلو له امله، څه موده وړاندې نیول شوي و، ازاد او د ورېښمو له لارې هېواد ته راستانه شول.
نوموړي زیاته کړې، چې تېره اوونۍ هم په نهم پړاو کې ۱۹۳ تنه بندیان خوشې او هېواد ته راستانه شوي و.
د اسلامي امارت مسولینو ته سپارل شوي کسان د لازمو شرایطو د برابرولو، په هېواد کې د امنیت د ټينګښت او په هېواد کې د علومو د ترلاسهکولو او برابرولو په موخه د اسلامي امارت څخه خوښي څرګندوي.
له ایران څخه په تېرو څو میاشتو کې ۴۸۰ افغان بندیان په ۹ پړاوونو کې خوشې او هېواد ته راستانه شوي دي.

