کندهار کې د سهیل لودیځ زون اسلامي او ملي پولیسو د ښوونیز او روزنیز مرکز څخه د دوو میاشتنیو زده کړو وروسته په نظامي او مسلکي برخو کې ۵۵۶ تنه سرتیري فارغ شوي.
د شهید ابو دوجانه د ملي پولیسو ښوونیز او روزنیز مرکز اړوند په غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت د پوهني سرپرست وزیر شیخ مولوي حبیب الله اغا، د کندهار مرستیال والي مولوي حیات الله مبارک، امنیه قوماندان مولوي سمیع الله حزب الله، د سهیل لودیځ زون اسلامي او ملي پولیسو د ښوونیز او روزنیز مرکز قومندان مولوي مطیع الله فاروقي، د عدليي رییس مولوي فضل الحق، د امر بالمعروف رییس مولوي عبدالحي عمري او د ګڼ شمير ادارو مسولینو،استازو او سرتیرو برخه اخیستې وه.

