د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسیون د غړو په ګډون ترسره شوه.
په غونډه کې د پوهنې، کار او ټولنیزو چارو او کانونو او پټروليم وزارتونو اړوند موضوعات په هر اړخيز ډول وارزول شول او په تړاو یې لازم تصميمونه ونيول شول.
دې غونډې په پاې کې، د کورنيو چارو، عدليې او شهیدانو او معلولینو چارو وزارتونو، د چارو ادارې عمومي رياست او د سوداګرۍ او پانګونې خونې، د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې او د شهزاده سرای د صرافانو او پولي خدمتونو ټولنې د موضوعاتو لا زیاتې ارزونې په موخه جلا کمېټو ته دنده وسپارل شوه، ترڅو تر هر اړخيزې څیړنې وروسته يې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.

