د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند بغلان ته د خپل سفر په ترڅ کې د بغلان بورې جوړولو او همدارنګه د پلخمري نساجي کارخونو څخه لیدنه کړې.
ملا عبدالغني برادر اخوند د یادو کارخونو د ماشینونو بیارغونې او د فعاليت پيل د صنعت په برخه کې یوه ښه لاسته راوړنه یاده کړې او مسولینو ته یې د کارونو د لا ښهوالي او تولید کچې زیاتوالي په موخه لازمې سپارښتنې کړي.
د بغلان بورې جوړولو او همدارنګه د پلخمري نساجي فابریکې د اسلامي امارت په راتګ سره بیاځلې رغول شوي او په عصري تجهیزاتو سمبال شوې دي.
د پلخمري نساجي فابریکې د بیارغونې چارې په یو کال کې بشپړې شوې او له دوه میاشتو راپدېخوا د ټوکر، ململ، پړو او د نظامي ځواکونو د جامو د ځانګړي ټوکر په برخو کې عملاً تولید لري، چې شاوخوا ۴۰۰ کسانو ته پکې د کار زمینه هم برابره شوې.
د بغلان بورې جوړولو کارخونې د ترمیم چارې هم پای ته رسېدلې دي، چې اوسمهال پکې ۱۰۰کسان پر کار مصروف دي او په نږدې راتلونکي کې به خپل تولیدات بازار ته وړاندې کړي.
د یادونې وړ ده، چې د بغلان د بورې جوړولو کارخونې د افغانستان د بورې ۳۰ سلنه اړتیا پوره کولای شي او تمه ده، چې د تولید کچه به یې په نږدې راتلونکي کې نوره هم زیاته شي.

