دغه پروژه د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور، د کابینې یو شمېر غړو، والیانو او د افغانستان اسلامي امارت د لوړ پوړو مسولینو او ځایي خلکو په شتون کې پرانیستل شوه.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د دغې پروژې د پرانیستلو په مراسمو کې په لنډه توګه د اسلامي امارت لاسته راوړنو ته په اشارې سره، دغه پروژه په هېواد کې د برېښنا د ستونزو د هوارولو په برخه کې ارزښتناکه بللې او یادونه یې کړې، چې د انرژي سکتور پروژې د اسلامي امارت د چارو په لومړیتوبونو کې ځای لري.
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور هم د دغې پروژې په هکله خبرې وکړې او د انرژي سکتور په برخه کې یې د هغې پلي کول یو مثبت ګام وباله.
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د دغې پروژې په مراسمو کې ویلي؛ لکه څنګه چې له خپلو امراوو سره همغږي لرئ، خپله همغږۍ له هغوی سره ډیره کړئ او ستاسو امرا هغه کسان دي، چې له خدای(ج) څخه ډاریږي او پر تاسو باندې زړه سواندې دي او له شکه پرته چې د ملت او امارت ترمنځ له زیاته همغږي به د لا زیاتو پرمختګونو لپاره زمینه چمتو کړي.
همدارنګه د کډوالو او راستنېدونکو سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني په دغو مراسمو کې ویلي؛ د خوښۍ ځای دی چې هېواد مو د آبادي په لور روان دی او په دې برخه کې ملت او دولت په ګډه هڅې کوي.
په ورته مهال، د اوبو او انرژي وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم هم په دغې پروګرام کې د برېښنا د ارزښت په هکله خبرې وکړې او دغه پروژه یې د هېواد د اقتصاد په برخه کې یوه ستره لاسته راوړنه وبلله.
د افغانستان برېښنا شرکت عملیاتي ریيس مولوي عبدالرحمن رحماني د دغې پروژې په هکله د اړینو معلوماتو په وړاندې کولو سره وویل؛ چې د دغې پروژې په پلي کېدو سره به د افغانستان په څو ولایتونو کې د برېښنا د کمښت ستونزه هواره شي.
د بغلان او میدان وردګ ولایتونو والیانو هم په خپلو خبرو کې د اوبو او انرژي وزارت د رهبري مقام د کړنو په ستایلو سره یادونه وکړه، چې دغه پروژه به د افغانستان د خلکو د برېښنا د برابرولو په برخه کې له ځانګړي ارزښت څخه برخمنه وي.
د غونډې په دوام کې، د شرکتونو مسولینو د اسلامي امارت د اعتماد ستاینه کړې او خپله ژمنه یې د دغې پروژې په پلي کولو کې څرګنده کړې.
دغه پروژه په دوو برخو کې چې یوه برخه یې له شبرغان د پلخمري تر خواجه الوان دښتې پورې ده دوهمه برخه یې چې د ۵۰۰ کیلو ولټ مزي د پلخمري له خواجه الوان دښتې د کابل تر ارغندۍ پورې، سب سټیشنونو او د تره خېلو او بت خاک لېږد مزي هم شاملې دي، د اوبو او انرژي وزارت له لوري د یو شرکت په وسیله د دوو کلونو په موده کې پلې کېږي.
د دغې پروژې په پلي کېدو سره تر ۱۰۰۰ مېګاواټه زیاته برېښنا له ترکمنستان څخه افغانستان ته لېږدول کېږي، چې د کابل او ۱۲ ګاونډویو ولایتونو د برېښنا ستونزه به هواره کړي.

