د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزیر ملا عبدالمجید اخوند د یاد وزارت د دفتر رییس قاري شاه محمد دوست په ملتیا بغلان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت په دوشي ولسوالۍ کې د شهیدانو له ځینو کورنېو او معلولیت لرونکو وګړو سره لیدنه کړې او د هغوی ستونزې یې اوریدلي دي.
ملا عبدالمجید اخوند د شهیدانو له ځینو کورنېو او معلولیت لرونکو وګړو سره په لیدنه کې ویلي؛ اسلامي امارت او په ځانګړي ډول د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د غوره خدمتونو په وړاندې کولو کې ژمن دی او د هغوی څخه هر اړخیر ملاتړ کوي.

