غزه کې د روانې جګړې پر ۷۶ مه ورځ ځینې رسنۍ راپور ورکوي، چې غزه کې د یو بل اوربند ټینګښت لپاره هڅې روانې دي او مصر ته د حماس ډلې د سیاسي مشر اسماعیل هنیه سفر د دغه اوربند د ټینګښت هیلې زیاتې کړې دي.
د نوموړي ترڅنګ تمه کېږي د فلسطین د جهاد اسلامي ډلې مشر هم مصر ته ولاړ شي.
مخکې تر دې اسرایلي او قطري چارواکو هم په دې اړه خبرې کړي او ځینو اسرایلي رسنیو راپور ورکړی، چې اسرائیل د اوربند له ټینګښت پرته د اسیرانو تبادله غواړي، هغه څه چې د حماس غورځنګ یې نه مني.
دغه غورځنګ ویلي، چې د یو بشپړ او دایمي اوربند د ټینګېدو په صورت کې به د اسیرانو تبادلې ته غاړه کېږي.
دغه راز غزه کې د جګړې پر دوام د دغې تړانګې په بېلابېلو سیمو کې هوایي او ځمکني بریدونه شوي او لسګونه کسان په وژل شوي او ټپیان دي.
همدارنګه نن پنجشنبې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د غزې د پرېکړه لیک په اړه رایه اچونه وکړي، چې اصلي موخه یې دغې تړانګه کې د اوربند ټینګښت دی.
دغه رایه اچونه د څو ورځو لپاره د دې له امله ځنډول شوې وه، چې د امریکا له لوري د بیا ویټو کېدو له ګواښ سره مخ وه او تمه کېږي، چې دا ځل به امریکا دغه پرېکړه لیک ته مثبته رایه ورکړي.

