د جوزجان د شبرغان ښار د افغان ګاز تصدي ریاست مسولینو ویلي، چې په دغه ولایت کې هره ورځ د ګازو له ۳۴ څاه ګانو ۶۵۰ زره مترمکعب ګاز ویستل کېږي.
د شبرغان د افغان ګاز د تصدۍ رییس مولوي محمد اخترمنصور ویلي؛ د جوزجان په مرګز شبرغان ښار کې د ګاز څلور ساحې یتیم تاق، جرقدوق، شکرک او خواجه ګوګردک شته چې په کې ۳۴ څاه ګانې فعالې دي، چې په ورځ کې ترې ۶۵۰ زره مترمکعب ګاز ویستل کېږي.
د نوموړي په وینا؛ د راتلوونکي کال د پلان له مخې، د غیرفعالو څاه ګانو د فعالولو لپاره هڅې روانې دي او په نږدې راتلوونکې کې به یې چارې پیل شي.
د جوزجان یو شمېر اوسېدونکي د اسلامي امارت د دوه کلن کار او ترکار لاندې د سترو پروژو د پیلېدو هرکلي کوي او د یاد ولایت ټولو اوسېدونکو ته د ګازو د وېش غوښتنه کوي.

