د افغانټور دولتي شرکت اړوند غصب شوی هوټل، چې څو ورځې وړاندې د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته سپارل شوی و، د بیا رغونې او ترمیم په موخه ورڅخه لیدنه شوې.
د نوي ښار، انصاري څلورلارې سره د انصاف په نوم هوټل چې له لسګونو کالونو راهیسې د زورواکو لخوا غصب شوی و.
د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بیرته راګرځونې کمېسیون د هر اړخیزې څېړنې وروسته د عدليې وزارت په حکم د ګډ پلاوي لخوا د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د افغانټور دولتي شرکت ته څو ورځې وړاندې سپارل شوی و.
پرون چهارشنبه د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزير ملا خيرالله خيرخواه، د ګرځندوی، مالي او اداري مرستیال ملا سعدالدین سعيد صاحب او د افغانټور دولتي شرکت ریيس محمد نبي بها لخوا د بیارغونې په موخه ورڅخه لیدنه شوې.

