د کورنيو چارو سرپرست وزير الحاج خليفه سراجالدين حقاني د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د افغانستان او روسیې پر دوه اړخیزو اړیکو، امنيتي مسائلو، د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ پر ودې او په سيمهييزو او نړيوالو فورمونو کې له افغانستان څخه د روسيې پر ملاتړ هر اړخيزې خبرې شوې.

په پیل کې خليفه صاحب د افغانستان او روسيې اړيکې ښې بللې او ټينګار يې کړی، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د پلاوو لا زيات تګ او راتګ به دوه اړخيزې اړيکې لا پیاوړي کړي.
د کورنيو چارو وزير ویلي، چې افغانستان کې راغلی امنيت او ثبات د روسيې په ګډون د ټولې سيمې په ګټه دی.
د روسيې د ولسمشر ځانګړي استازي په خپل وار د افغانستان امنيت او ثبات د ټولې سيمې په ګټه بللی او د افغانستان د حکومت هڅې يې ستايلې دي.

ښاغلي کابلوف ویلي؛ روسيه د افغانستان د حکومت دريځونو ته درناوی لري او ټينګار کوي، چې ملګري ملتونه بايد د افغان حکومت سره په تفاهم اقدامات وکړي.
ښاغلي کابلوف زیاته کړې؛ هېواد يې غواړي چې د افغانستان او روسيې تر منځ د دوه اړخيزې سوداګرۍ کچه زياته کړي.

