د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د هوايي ځواک عمومي قوماندانۍ ته تللی او د دې قوماندانۍ له منسوبینو، کارکوونکو، پیلوټانو، انجنیرانو او مسلکي تخنیکرانو او نورو مجاهدینو سره یې لیدنه کړې.
مولوي محمد یعقوب مجاهد د غونډې ګډونوالو ته ویلي: “دا سمه ده چې موږ ستونزې لرو خو زموږ هوايي ځواکونه د خپلې خاورې د دفاع وړتیا لري او تر بل هر وخت به پیاوړي شي.”

دغه راز نوموړي د هوايي ځواکونو د منسوبینو، کارکوونکو، انجینرانو، پیلوټانو او مسلکي تخنیکرانو له څلورویشت ساعته هڅو څخه مننه کړې او د هغوی د ستونزو د حل ډاډ یې ورکړی دی.

