ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د چینایي یلوریور شرکت له مسولینو سره لیدنه کړې

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور د چینایي «یلوریور» شرکت له مسولینو سره لیدنه کړې او د اوبو او انرژي په پروژو کې د پانګونې د چارو په اړه یې بحث او د اندونو تبادله کړي.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په دغه لیدنه کې د اوبو او انرژي په پروژو کې د یاد شرکت د پانګونې د لېوالتیا ستاینه کړې او د لا زیاتې همغږۍ او د چارو پر چټکتیا باندې په ټینګار سره، یادونه کړې، یاد وزارت هڅه کوي، چې د باغدرې د برېښنا بند په پروژه کې د پانګونې لپاره زمینه برابره کړي.

د یاد شرکت مسولینو د دغه وزارت د پرژو په ځانګړې توګه د باغدرې د برېښنا بند په هکله د خپلو کړنو او تخنیکي مطالعاتو په تړاو معلومات ورکړي او د دغه وزارت د پروژو د پلي کولو په برخه کې خپل چمتووالی څرګند کړی.

هغوي همداراز زیاته کړې، چمتو دي چې د دغه وزارت د انجنیرانو د تخنیکي ښوونې په برخه کې هم همکاري وکړي.