ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د پوهنې وزارت سرپرست د کندهار ښوونیز وضعیت ارزونې په موخه یاد ولایت ته سفر کړی

د پوهنې وزارت د سرپرست مولوي حبیب الله اغا په مشرۍ لوړ پوړی پلاوی د یاد وزارت د اسلامي زده کړو مرستیال مولوي کرامت الله اخوندزاده په ملتیا کندهار ولایت ته سفر کړی.

د پوهنې وزارت سرپرست او ورسره مل پلاوي د یاد ولایت پوهنې ریاست څخه لیدنه کړې او د دغه ریاست له رییس مولوي فخرالدین نقشبندي سره یې لدینه کړې.

 دواړو لورو د کندهار ولایت پوهنې ریاست د کړنو پرمختګ، ستونزو او ښوونیز وضعیت لاښه والي په اړه هراړخیزې خبرې کړي.

 مولوي حبیب الله اغا د کندهار پوهنې مشرتابه یو لړ وړاندیزونه، نظریات او ستونزو اوریدلو وروسته ژمنه کړې چې د یادو ستونزو او ننګونو د حل په موخه به د مرکز مسولینو ته اړینې سپارښتنې وکړي.

سرپرست وزیر زیاته کړې؛ چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د تعلیمي او تحصیلي وضعیت لاښه والي، د متوازنو ښوونیزو خدمتونو د وړاندې کولو، د ستونزو حل او د پوهنې پرمختګ په موخه یې یو شمېر پلانونه ترتیب او پلي کړي دي.