د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو مرستیال قاري محمد يونس راشد کندهار ته د خپل سـفر په ترڅ کې د دغه ولایت د اطلاعاتو اوکلتور ریاست د ځوانانو چارو امریت اړوند د فريلانسينګ (انلاين تجارت) د مرکز پرانيسته کړې.
په پرانیست غونډه کې د ځوانانو چارو مرستیال ویلي؛ چې د یاد پروګرام له پیلولو یې موخه ځوانانو ته د انلاين تجارت روزنه، ځوانانو ته د انلاین کار پیدا کول او د هغوې د اقتصاد پیاوړي کول دي.
نوموړي زیاته کړې؛ هغه ځوانان د ټولنې د ملا تېر بلل کيږي، چې د نورو د اوږو بار نه وي، خپله انرژي او ځواني د دين، هېواد او ټولني د پرمختګ له پاره مصرف کړي.
په ياد مرکز کې ۵۰ تنو ځوانانو ته د زده کړي د زمیني تر څنګ یو پايه کمپيوټر د ځوانانو د مرستیال له خوا د لاښه زده کړو په موخه ورکړل شو.

