د سالنګ لویه لاره له بیارغونې وروسته نن د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند او د اسلامي امارت د یو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو په شتون کې پرانیستل شوه.
په دې مراسمو کې ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي، چې اسلامي امارت د لویو لارو او سړکونو رغولو ته ژمن دی او په دې برخه کې یې له بهرنیو مرستو پرته کوټلي ګامونه اخیستي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت د هېواد د اقتصادي پیاوړتیا لپاره پوره هڅې کوي.

ملا عبدالغني برادر اخوند ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت به په نږدې راتلونکي کې د سالنګ د دویم تونل د رغولو چارې هم پيل کړي.
دغهراز د سالنګ لویه لاره به نه یوازې د هېواد له مرکز سره شمالي سیمې ونښلوي، بلکې د منځنۍ او سویلي اسیا په نښلولو کې به هم مهمه ونډه ولري.
د ریاستالوزار اقتصادي مرستیال ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت خپلې ژمنې په عمل کې ثابتوي او ولس ته په کار ده چې په ټینګه د اسلامي امارت سره ودرېږي.
د ټولګټو چارو سرپرست وزیر ملا محمد عیسی ثاني ویلي، چې د سالنګ تونل او ګالرۍ د ټولو شته معیارونو په پام کې نیولو سره، په اساسي ډول رغول شوي دي.

د یادولو وړ ده، چې د سالنګ لویې لارې سالنګ تونل د اسلامي امارت په ملي بودیجه د شاوخوا څلورو میاشتو په موده کې ورغول شو.
د سالنګ لویه لاره کابل له شمالي نهو ولایتونو سره نښلوي او د افغانستان له ډېرو مهمو ترانزیټي او سوداګریزو لارو څخه ګڼل کېږي.
دې لویې لارې ته په تېرو شلو کلونو کې هېڅ پاملرنه نه وې شوې، ملي سوداګر، ترانزیټ او مسافر وړونکي موټرونه له ګڼو ستونزو سره مخ وو.
اسلامي امارت د هېواد د پرمختګ او اقتصادي برخه کې د ځان بسیاینې په موخه یاده لویه ترانزیټي لاره یو ځل بیا ورغوله، چې نن په رسمي ډول د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه.

