د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي سره لیدنه کړې.
لیدنه کې د افغانستان او روسیې پر دوو اړخیزو اړیکو، د سوداګرۍ ودې او سیمه ییزو او نړیوالو میکانیزمو کې د افغان حکومت د شتون په اړه هر اړخیزې خبرې شوي.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ویلي؛ د افغانستان او روسیې دوې اړخیزې اړیکې ورځ په ورځ قوي کیږي او له روسیې څخه مننه کوو، چې په نړیوالو ناستو کې له افغانستان څخه ملاتړ کوي.
نوموړي ټینګار کړی؛ چې د افغانستان او روسیې ترمنځ سوداګریزې اړیکې لا پراخې شي او افغانستان چمتو دی، چې د سالنګ لویې لارې له رغول کېدو وروسته جنوبي اسیا ته د روسي توکو په لېږد کې مثبت رول ولوبوي.
د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ویلي؛ ځیني هېوادونه غواړي د نوو میکانیزمونو د جوړولو له لارې خپلې اجنډاوې په سیمه کې پلې کړي او د افغان حکومت له توافق پرته باید داسې څه ونه شي.
ضمیر کابلوف زیاته کړې که هر هېواد له افغانستان سره مشکل لري کولای شي افغان حکومت سره یې د دوو اړخیزو اړیکو له لارې مطرح کړي.
ښاغلي کابلوف ویلي؛ ځیني هېوادونه ګوري چې د سیمې هېوادونه د افغانستان حکومت سره همکاري پراخوي، هغوی غواړي چې د نوو میکانیزمونو له لارې په سیمه ییزو مسایلو کې دخیل شي او دغو پرمختګونو کې ستونزې راولاړې کړي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د امریکا متحده ایالتونه باید د افغانستان بانکي زېرمې له کنګل وباسي او پرېږدي چې دغه ریزرف د افغانستان په اقتصاد کې مرسته وکړي.
د نوموړي په وینا؛ روسیه چمتو ده چې افغانستان سره سوداګریزې اړیکې لا پراخې کړي او چمتووالی یې ښودلی، چې افغان سوداګر روسیې ته ولاړشي او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سوداګریزو فرصتونو خبرې اترې وکړي.

