دوشنبه د ۵/۶/۱۴۴۵ هـ ق نېټه، چې ۲۸/۹/۱۴۰۲ هـ ش نېټې سره سمون خوري.
د هېواد له بېلابېلو لارو څخه هېواد ته کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
ننــــــــګرهـــــــــــار
تورخم ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې ۸۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۱۹۶ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
غذا: د تورخم په کمپونو کې درې زره او ۷۰۰ خوراکه ډوډۍ او ۱۳۰ زره لیټره پاکې اوبه وېشل شوي دي.
خوراکي توکي او البسه: په تورخم کې راستنو شویو کډوالو ته لاندې خوراکي توکي او البسه وېشل شوې:
۲۰ تختې کمپلې، ۲۶ روغتیایي کیټونه، ۷۰ بستې خام غذایي توکي او داسې نور بېلا بېلو توکي ویشل شوي دي.
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۲۸۸ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د کار موندنې کمیټه:
د کارموندنې کمېټې په تورخم کې ۱۰ تنه د بکلوریا سند لرونکي، یو تن فوق بکلوریا سند لرونکی، دوه تنه لیسانس، یو تن حافظ، ۵۵ تنه غریبکار او ۶۴ تنه حرفهيي او مسلکي کسان چې ټول ۱۳۳ تنه کیږي، ثبت کړل.
یادې کمېټې په تورخم کې ۱۵۷ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر کړي دي.
همدارنګه یادې کمېټې په عمري کمپ کې دوه تنه ماشومان چې له خپلې کورنۍ څخه نادرکه شوي و، پیدا او خپلې کورنۍ ته سپارلي دي.
کنـــــــــــــــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې ۹۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۰۵ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۹۱ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۹۹۰ زره افغانۍ کیږي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له سپین بولدک څخه ۲۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۲۷ تنه و، کندهار او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۳۴ زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:
غذا: په سپین بولدک کې یو زر او ۵۰۰ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوې دي.
روغتیا: په سپین بولدک کې ۳۹۸ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.
همدارنګه ۶۹۲ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان کډوالو ته ویشل شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۱۸۰ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د کار موندنې کمیټه:
د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې درې تنه د بکلوریا سند لرونکي، یو تن فوق بکلوریا سند لرونکی، یو تن لیسانس، پینځه تنه حافظان، درې تنه دیني عالمان، ۱۱۳ تنه غریبکار او ۷۰ تنه حرفهيي او مسلکي کسان چې ټول ۱۹۶ تنه کیږي، ثبت کړي دي.
پکتیکا
آنګور اډه ډیورنډ فرضي کرښه
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د آنګور اډې له لارې درې کورنۍ، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د آنګور اډې په لار کې له درې کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ نغدي مرسته شوې چې ټولې ۳۰ زره کیږي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له آنګور اډې څخه درې کورنۍ، خپلو کلیو او سیمو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په آنګور اډه او ښرنه کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
غذا: کډوالو ته په آنګور اډه او ښرنه کې ۱۲۱ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوي دي.
روغتیا: په آنګور آډه کې ۴۴ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي او څلور تنو ته واکسین تطبیق شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته نهه عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
په آنګور اډه کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:
یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۲۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۸۱ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي. او همدا راز یو زر او ۳۴۶ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې له نهه کورنیو سره لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته شوې چې ټولې ۹۰ زره افغانۍ کیږي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:
مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۲۶ عدده سیم کارتونه کډوالو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې ۸۱ تنو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:
یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
کابـــــــل
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له کابل څخه ۱۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۱ تنه و، کندوز او تخار ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او د یادو کورنیو د موټرو ټوله کرایه ۳۷ زره افغانۍ شوې ده.
په ټولو دروازو کې د کمېټو د بېلابیلو فعالیتونو مجموعي ارقام په لاندې توګه دي:
ټول ثبت شوي کډوال: ۲۰۲ کورنۍ او ۷۸۸ غړي
ټول لېږدول شوي کډوال: ۴۷ کورنۍ او ۱۹۴ غړي
ټول مرسته شوي کډوال: ۱۰۳ کورنۍ
ټول تداوي شوي کډوال: ۴۴۲ تنه
وېشل شوي سیمکارتونه: ۵۰۳ عدده
د کډوالو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

