ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کابينې يوولسمه غونډه؛ د اوسپنې پټلۍ ګېچ تاييد شو

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې یوولسمه غونډه د ریاست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ ترسره شوه، چې په يو شمېر موضوعاتو بحث او پرېکړې پکې وشوې.

دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوه، د اوسپنې پټلۍ د ګېچ په اړه د ټاکل شوي پلاوي نظر پکې تایيد شو او پرېکړه وشوه ترڅو په دې اړه نور اجرات ترسره شي.

همدا راز په دې غونډه د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو په وړاندې د مبارزې معینیت ته دنده وسپارل شوه، چې له اړوند ارګانونو سره په همغږۍ دې د ټولو نشه يي توکو د وارداتو مخنیوي په موخه د هیواد سرحدونه او فرضي کرښې په کلکه توګه تر څار لاندې ونيسي.

د کابينې په دې ناسته کې د ماليې وزارت له لوري د غيرې مالياتي عوایدو د دویمې ربعې بشپړ او درېیمې ربعې د لومړیو دوو میاشتو راپور هم وړاندې شو.