د زابل سیمهییز مسولین وايي، چې د توري بند ۷۵ سلنه چارې بشپړ شوې او په نږدې راتلوونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د کلات ښار ته پینځه کیلو متري کې د تورې بند لویه پروژه، چې د اسلامي امارت په بودیجه رغول کېږي.

د زابل ترنک سیندیزې حوزې رییس مولوي عبدالکريم ذوالفقار وايي، چې د تورې بند چارې په معیاري توګه سره روانې او تمه ده چې ډیر ژر به ګټې اخیستنې ته و سپارل شي.
د زابل یو شمېر اوسیدونکي او د تورې بند کروندګر وايي، چې د دې بند لپاره زیاتي هیلې لري، ځکه یې له کلونو کلونو پاتي شاړې ځمکې ابادې کړې او بڼونه یې پرې جوړ کړي دي.

د توري بند د ۱۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د اسلامي امارت په بودیجه د ملي پراختیا شرکت له لوري جوړیږي، چې ۲،۹ میلیونه متره مکعبه اوبه به ذخیري کړي.

