ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

عبدالفتاح السیي درېیم ځل لپاره د مصر ولسمشر شو

د مصر د وروستیو ولسمشریزو ټاکنو پایلې، چې پرون اعلان شوې، اوسنی ولسمشر عبدالفتاح السیسي په کې بیا او د درېیم ځل لپاره د دغه هېواد ولسمشر اعلان شوی دی.

السيسي په دغو ټاکنو کې ( ۸۹،۶ سلنه) رایې ګټلي او د راتلونکو شپږو نورو کلونو پورې به د مصر د ولسمشر په توګه دنده ترسره کوي.

نوموړی د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کې یو کال وروسته ترهغې د مصر ولسمشر شو، چې د دغه هېواد د پخواني ولسمشر محمد مرسي پر ضد یې د پوځ مشري کوله.

۶۹ کلن السیسي په ۲۰۱۸ کال کې د دویم ځل او دا دی په ۲۰۲۳ زیږدیز کال کې د درېیم ځل لپاره د مصر ولسمشریزې ټاکنې ګټي.

السیسي په داسې مهال پر مصر واکمني کوي، چې د راپورونو پر اساس د دغه هېواد اقتصاد ورځ تربلې مخ پر ځوړې روان دی.

د هغه نور سیالان او سیاسي منتقدین نوموړی د لوېدیځې نړۍ لاسپوڅی بولي او نیوکه کوي، چې ګواکې خپل روان واک یې په زور ساتلی دی.