وروسته ترهغې چې سره بحیره کې د امریکا او ځینو نورو هېوادونو کښتۍ د یمن د حوثي ډلې له لوري په نښه شوې، د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر لوید استین اسرائیلو ته د سفر پر مهال پرون دوشنبې ناوخته وویل، چې دغې بحیره کې یې د کاناډا، بحرین، فرانسې، هالنډ، برتانیا، ایټالیا، هسپاینا او ساچلس هېوادونو ګډون پوځي ائتلاف رامنځته کوي، تر څو د یمن د حوثي ډلې د بریدونو مخه ونیسي.
د یمن حوثي ډلې په غبرګون کې ویلي، چې دغه ائتلاف به یې د بریدونو مخه ونه شي نیولی او دغه سمندر کې به خپلو بریدونه نور هم زورور کړي.
عربي متحده امارات او سعودي عربستان، چې لا له وړاندې د حوثي ډلې پر وړاندې د عربي ائتلاف غړي دي، په دغه نوي ائتلاف کې یې غړیتوب نشته.
دغه ائتلاف په داسې مهال رامنځته کېږي، چې غزه کې د اسرایلو او حماس غورځنګ ترمنځ جګړه روانه ده او وېره دا ده، چې دغه جګړه به د سیمې نورو هېوادونو ته وغځېږي.

