د افغانستان لپاره د برتانیې سفارت شارژدافېر رابرت ډکسن د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره لیدنه کړې.
ډکسن اوسني رامنځته شوي شرایط د بشري مرستو ترڅنګ د اقتصادي او سیاسي مسایلو د پراختیا لپاره یو ښه فرصت بللی، او ویلي يي دي؛ دوی د سوله ییز او باثباته افغانستان غوښتونکي دي، د سیاسي موخو ترلاسه کولو لپاره تاوتریخوالی په کلکه ردوي او دا دریځ یې رسماً اعلان کړی هم دی.
همدازار نوموړي د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي وروستي راپور د دوی په اند متوازن بللی.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پراختيا او په ځانګړي ډول د سوداګرۍ په کچه لوړولو ټينګار کړی.
همداراز یې په یاد هېواد کې د قونسلي خدماتو په اړه د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د موقف یادونه وکړه.
مولوي امیرخان متقي همداراز د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکونکي وروستي راپور زیاتره موارد مثبت بللي، خو هغه د وړانديز هغه برخه له اوسنیو شرایطو سره سم او مناسبه ونه ګڼله، چي د افغانستان لپاره دي کوم نوی خاص استازی وټاکل شي.
نوموړي زیاته کړې؛ اوس افغانستان په هره برخه کې ورځ تر بلې پرمختګ کوي، له ګاونډيو، سيمي او نړۍ له هېوادونو سره ښې اړيکې لري اوهم یې هر چاته د تعامل دروازې پرانيستې دي، نو همدا حالت باید تقویه شي.

