ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پکتیا کې د ځنګلونو ساتنې او پرې کولو مخنیوي په موخه ناسته شوې

په پکتیا ولایت مرکز ګردېز کې ولایتي مسولینو د ځنګلونو ساتنې او پرې کېدو مخنیوي په اړه بېلابېلو قومي مشرانو سره غونډه کړې.

په دغه غونډه کې د ۱۴ ولسوالیو ولسوالانو، قومي مشرانو، د بېلابېلو دولتي ادارو مسولینو او استازو ګډون کړی و.

ناسته کې حکومتي مسولینو له قومي مشرانو څخه غوښتي، چې د نورو شتمنیو ترڅنګ دې ځنګلونو ساتنې او پرې کولو مخنیوي کې خپل مسولیت ادا کړي او په دې اړه د اسلامي امارت ټول احکام او فرمانونه دې عملي کړي.

د پکتیا مرستیال والي شیخ انعام الله صلاح الدین ویلي؛ چې د ځنکلاتو ساتنه د حکومت او ولسونو ګډ مسولیت دی، د شنو ونو، ځنګلونو او نورو ملي شتمنیو ساتنه پر موږ او تاسې لازم دی که څوک له ملي شتمنیو سره خیانت وکړي په وړاندې به يې قانوني چلند وشي او د ځنګلونو په اړه د امیرالمؤمنین فرمان باید اطاعت وشي.

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالروف سعید ویلي؛ پکتیا یو هغه ولایت دی، چې تر ډیره په ځنګلونو اباد دی.

زیات عواید په لاس ترې راځي او د هوا ککړتیا په مخنیوي کې ګټور رول لري، نو ځکه د قطع کېدو مخنیوي پریکړه يې شوې.

نوموړي له ولسونو او قومي مشرانو غوښتي، چې دغه ملي شتمني وساتي او ځنګلونو پرې کولو څخه ډډه وکړي.

د دغه ولایت قومي مشرانو ویلي؛ د اسلامي امارت هر فرمان ته غاړه ږدي او په دې برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکوي او په قومي توګه د ځنګلونو قطع مخنیوي تړونونه لري.

د ځنګلاتو برخې کارپوهان وايي، چې ځنګلونه د چاپیریال، د هوا پاکوالې او د ژوند په ټولو برخو کې حیاتي رول لري او پر ساتنې يې ټینګار کوي.

پکتیا یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې زیات ځنګلونه لري او خلک له ځنګلونو څخه د عوایدو د ترلاسه کېدو سرچینې په ډول استفاده کوي.