د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له لوري د حکومت د رسنیو مرکز کې د کډوالو د نړیوالې ورځې د نمانځنې مراسمو کې ګډون کړی.
مولوي عبدالسلام حنفي ویلي؛ سره له دې چې افغانان د شورویانو د یرغل پر وړاندې ودرېدل او د میلیونونو شهیدانو او معلولینو قربانۍ د شوروي د ماتې لامل شو، خو د مجاهدینو له بریا وروسته د تنظیمونو د رهبرانو قدرت طلبي په هېواد کې د داخلي جګړو او نا امنیو لامل شو او په لومړي دور کې د اسلامي امارت له واکمنۍ سره په هېواد کې ارامي او امنیت تامین شو او د کډوالیو بهیر ودرېد.
یو وار بیا اشغالګرو پر افغانستان برید وکړ، چې د میلیونونو افغانانو د کډوالۍ لامل شو او دا کډوالي هغه مهال اوج ته ورسېده، چې یرغلګرو د خلکو مقدساتو ته سپکاوی وکړ، د واده مراسم یې بمبار کړل، اداري او اخلاقي فساد خپل اوج ته ورسېده، د نشه یي توکو ترویج عام شو او په پایله کې یې میلیونونه افغان ځوانان معتاد شوي، چې له هغې جملې څخه یو میلیون ښځې او ماشومان دي او ناامني او ګډوډي پراخه شوه.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي؛ په هېواد کې د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته سوله او امنیت راغی، اداري فساد له منځه یووړل شو، د نشه یي توکو کښت، سوداګري، قاچاق او استعمال ممنوع شو، ولې د اقتصادي کمزورۍ له امله لا هم یو شمېر ځوانان ګاونډیو او نورو هېوادونو ته کډوال کېږي، چې له بده مرغه ځینې یې د هغو هېوادونو د سرحدي ځواکونو له لوري په شهادت رسېږي او یو شمېر هم په سیندونو او بحرونو کې شهیدانېږي.
نوموړي څرګنده کړې؛ متاسفانه په دې وروستیو کې د بین المللي نورمونو، د ګاونډيتوب د حقونو او اسلامي ورورولۍ برخلاف ګاونډيانو د کډوالو په اجباري رااېستلو لاس پورې کړی او دا کار د وروڼو ملتونو ترمنځ د کرکې د پيدا کېدو لامل شوی، اما اسلامي امارت توانېدلی دا موضوع سمه مدیریت کړي.
د اسلامي امارت رهبري د کډوالو وضعیت ته د رسېدنې عالي کمېسیون جوړ کړی، چې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه له بېلابېلو کمېټو څخه تشکیل شوی دی او کمېټې توانېدلي، چې ورسپارل شوې چارې په ښه توګه ترسره کړي.
ښاغلي حنفي همداراز ویلي؛ د اسلامي امارت له لوري راستنېدونکو کډوالو ته د لېږد او ټرانسپورت خدمات برابر شوي او هغوی تر خپلو کورونو پورې رسول کېږي.
د اړوندو کمېټو له لوري کډوالو ته روغتیایي مرستې، خوراکي توکي او نور اړین خدمات برابرېږي او مالي کمېټه له هرې کورنۍ سره لس زره افغانۍ مرسته کوي.
د راستنو شویو کډوالو ماشومانو ته د زده کړې زمینه برابرېږي.
هغه کسان چې په هېواد کې کور یا ځمکه نه لري یوه نمره ځمکه ورکول کېږي.
راستنېدونکو تاجرانو ته هم هېواد ته د سوداګرۍ او فابریکو د اړتیا وړ وسایلو او تاسیساتو د لېږد د ګمرکي معافیت، په صنعتي پارکونو کې د ځمکې د وېش او د مالیاتو د معافیت اسانتیاوې په پام کې نیول شوي او د اشتغال کمېټه کډوالو ته د شغلونو زمینه برابروي.
د ریاست الوزرا مرستیال زیاته کړې؛ تراوسه پورې له ۷۰۰ زره زیات کسان هېواد ته راستانه شوي، چې په لنډمهال کې د کډوالو د ستونزو د حل لپاره لازمه ده، چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې وړې پروژې پيل شي.
اما په اوږد مهال کې د کډوالو د ستونزو د حل لپاره اړتیا ده لویې پراختیایي پروژې لکه ټاپي، ټاپ، کاسا زر، سرخان-پلخمري او هرات-مزار-واخان پلې او عملي شي او دا پروژې د شغلونو په برخه کې د کډوالو د ستونزو پر حل سربېره په هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات لامل کېږي.
د نشه یي توکو د دایمي او بشپړ له منځه وړلو لپاره موثرې دي او د بې وزلۍ له امله بهر ته د ځوانانو د اقتصادي کډوالۍ مخنیوی کوي.
د نوموړي په وینا؛ له نورو هېوادونو څخه زموږ غوښتنه داده، چې په افغانستان کې د دغسې پروژو د عملي کولو مانع نشي، ځکه دا پروژې په هغو ګټو سربېره چې افغانانو ته یې لري، ستاسو هېوادونو ته د کډوالو د درتګ په مخنیوي کې هم موثرې دي.
مولوي عبدالسلام حنفي د خپلو خبرو په پای کې د هېواد په داخل او بهر کې له خلکو او تاجرانو څخه غوښتي، چې د توان ترحده کډوالو سره مرسته وکړي.
همدارنګه یې راستنو شویو هېوادوالو ته ډاډ ورکړی، چې د اسلامي امارت مسولین ستاسو ترڅنګ دي او ستاسو د ستونزو او اړتیاوو د حل لپاره به خپلې هڅې او کوښښونه درېغ نه کړي.

