ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

چین کې مرګونې زلزله؛ نږدې ۱۰۰ کسان مړه او څه باندې ۲۰۰ ټپيان دي

چینایي رسنیو راپور ورکړی، چې د یاد هېواد په شمال لوېديځ کې د شدیدې زلزلې له امله نږدې ۱۰۰ کسان مړه او څه باندې ۲۰۰ نور ټپیان شوي.

د چین ګانسوی ولایت سیمه‌ییزو مسولینو ویلي، چې په دې ولایت کې د زلزلې له امله ۸۶ کسان مړه او ۹۶ نور ټپیان دي.

دغه‌راز د دې هېواد د کینګای ولایت مسولینو هم زلزله تایید کړې او ویلي یې دي، چې په ولایت کې یې نهه کسان مړه او ۱۲۴ نور ټپیان شوي.

د چین په شمال لوېديځ کې د تېرې شپې دا زلزله د رېښتر په کچه ۶.۳ درجې ښودل شوې ده.