ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي محمد یعقوب مجاهد د افغانستان په چارو کې د چین له استازی سره لیدنه وکړه

د ملي دفاع سرپرست وزير مولوي محمد یعقوب مجاهد د افغانستان لپاره د چین ولسي جمهوریت له استازی یوشیايوینګ سره پخپل کاري دفتر کې لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع سرپرست وزير ښاغلي یوشيايوینګ ته د ښه راغلاست ترڅنګ له افغانستان سره د چین د ښو اړیکو او همکاریو یادونه کړې او ویلي یې دي، چې د اسلامي امارت په راتګ سره له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له چین سره دوه اړخیزې اړیکې پراخې او ورځ په ورځ پياوړي کيږي.

دغه راز ښاغلي يوشيايوينګ افغانستان کې د بشپړ امنيت او ثبات د ټينګښت په اړه خوشبيني څرګنده کړې او په اقتصادي او سوداګريزو برخو کې يې د افغانستان له خلکو سره د چين د ولسي جمهوريت د مرستو او همکاريو پر دوام ټينګار کړی.

په پاى کې دواړو لوريو، د دواړو ګاونډيو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پر دوام او لا پراختيا ټينګار کړی دی.