ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر غزه د اسرائیلو د بریدونو بندېدو په تړاو رای اچونه کوي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د متحده عربي اماراتو له لوري “غزه تړانګه کې د اسرائیلو دښمنانه بریدونو ژر تر ژره او د تل لپاره درولو” وړاندیز شوی پریکړه لیک رای اچونې ته وړاندې کوي.

پر غزه د اسرائیلو د برید د ۷۳ ورځو له پوره کېدو سره سم فشارونو زیات شوي، تر څو دې تړانګه کې جګړه پای ته ورسېږي او ژر تر ژره اوربند وشي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د متحده عربي اماراتو له لوري “غزه تړانګه کې د اسرائیلو دښمنانه بریدونو ژر تر ژره او د تل لپاره درولو” وړاندیز شوی پریکړه لیک د بشرپاله مرستو استولو او د ملګرو ملتونو له لوري د مرستو رسولو له بهیر د څارنې په موخه رای اچونې ته وړاندې کوي.

عربي متحده اماراتو د یاد پرېکړه لیک په مسوده کې د ځمکې، سمندر او هوا له لارې غزې تړانګې ته د لاسرسي غوښتنه کړې ده.

د راپورونو پر اساس امریکا غواړي، چې د دې پرېکړه لیک “دښمنانه عملیاتو درولو” اصطلاح بدله کړي.

یوه امریکايي چارواکي ویلي: “په دې برخه کې تعامل کوو او عربي متحده امارت پوهېږي، چې کوم پرېکړه لیک تصوبېږي او کوم نه.”

امریکا تر اوسه غزه کې د اوربند اړوند ټولو وړاندیز شويو پرېکړه لیکونو ته منفي رایه ورکړې ده.

د بایډن د ادارې چارواکو له دې وړاندې ویلي وو؛ تمه ده چې اسرائیل به د جګړې نوې مرحله تر راتلونکو څو اونیو پورې پای ته ورسوي.

ګومان کېږي چې د حماس او اسرائیلو د جګړې نوې مرحله به د روان مېلادي کال له پای ته رسېدو وړاندې پای ومومي.

د صهیونیستي رژیم چارواکي وايي، چې غزه کې د جګړې وروستۍ مرحله زیاته شدیده نه وه او ښايي په میاشتو اوږده شي.

په دې وروستیو کې یو ځل بیا هم د دواړو لورو تر منځ د اوربند او پاتې بندیانو ازادولو په تړاو مثبت راپورونه نشر شوي.

دا پرېکړه لیک داسې وخت رای اچونې ته وړاندې کېږي، چې د امریکا دفاع وزیر لوید استین به په اسرائیلو کې شتون ولري.

ټاکل شوې چې د امریکا دفاع وزیر د دوشنبې په ورځ اسرائیلو ته سفر وکړي.

ویل کېږي، چې نوموړی به قطر ته چې د حماس د مشرانو کوربه دی او د دواړو لورو حماس او اسرائیلو تر منځ منځګړیتوب کوي سفر وکړي.