د ګمرکونو لوی رییس مفتي عبدالمتین سعید د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ نیمروز ولایت ته په رسمي سفر تللی.
نوموړي د یاد ولایت د ګمرک د ارزوني او بهرني ټرانزیټ لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو تر څنګ د دغه ولایت له یو شمېر سوداګرو او مسولینو سره په ځانګړې لیدنې کړي.
د نیمروز له سوداګرو سره په کتنه کې دواړو لوریو د ياد ولايت د سوداګرۍ او د گمرکونو په برخه کي پر ستونزو او حل لارو هر اړخیزې خبرې کړي.
د نیمروز ولایت د سوداګرۍ او پانګوني خوني ریيس د یاد ولايت د سوداګرو په استازيتوب د سوداګریزو توکو د صادراتو او وارداتو او د بانکي کارکوونکو د کاري وخت د کموالي په برخو کي شته ستونزې وړاندې کړې او د حل په برخه کي یې د همکارۍ غوښتنه کړې.
د ګمرکونو لوی ریيس په خپلو خبرو کې نيمروز ولايت ته د خپل سفر موخه د ګمرکونو او سوداګرۍ په برخه کې د سوداګرو د ستونزو اورېدل ياد کړي.
مفتي عبدالمتین سعید ویلي؛ موږ تل هڅه کړې، چې د سوداګرۍ په برخه کي د افغان سوداګرو لپاره لازمې اسانتياوې رامنځته کړو او همداراز یې د شته ستونزو د حل په برخه کي د همکارۍ ډاډ ورکړی.
د ګمرکونو لوی رییس او مل پلاوي د نیمروز ولایت د والي د مرستیال او استناف محکمې د رییس په شتون کې د یاد ولایت د علماوو له شورا سره هم غونډه کړې.
په دې غونډه کې دواړو لوریو د قاچاقي توکو له وارداتو او صادراتو څخه د مخنیوي او په دې برخه کې د علماو شورا او محکمې په همکارۍ بحث کړی، چې د غونډې په پای کې د نیمروز ولایت د علماوو شورا، محکمې او امنیتي ارګانونو له خپل لوري د هر اړخیزي همکارۍ ډاډ ورکړی.
نیمروز ګمرک ته د ګمرکونو لوی ریاست تللي پلاوي په یاد ګمرک کې د بهرني ټرانزیټ څانګه فعاله او اړوندو کارکوونکو ته یې په دې برخه کې روزنه ورکړل شوې، چې له دې وروسته به د بهرني ټرانزیټ په برخه کې د سوداګرو ټولې ستونزې حل شي.
د ګمرکونو لوی ریيس او مل پلاوي په دې سفر کې د نیمروز ګمرک ورځنۍ چاري هم له نږدې ارزولي او د چارو د لا ښه والي لپاره یې مسولینو ته اړینې لارښوونې کړي.

