د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ مولوي ندا محمد ندیم او ورسره مل پلاوي د یادو پروژو د پرانیستې تر څنګ، د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه پلاوي، د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون مسولینو، ولایتي ادارې مسولینو، ولایت مرستیال، استادانو او محصلینو سره ناسته کړې.
د ننګرهار پوهنتون رییس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د ۲۲ رغنیز پروژو بشپړول، د وزارت له لوري د کرنې په برخه کې د دریو ماسټري پروګرامونو منظوري، د نړیوال ژورنال رامنځته کول او د ستوماتولوژي پوهنځی منظورۍ په تېر یوه کال کې د دغه تحصیلي بنسټ مهمې لاسته راوړنې بللي او په یادو لاسته راوړنو کې یې د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه له همکارۍ څخه مننه کړې.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د یادو لاسته راوړنو له امله د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه پلاوي او استادانو څخه مننه کړې او هغوی ته یې د هر ډول ستونزو د حل په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی.
نوموړي د ننګرهار پوهنتون د «اقلیم بدلون نړیوال کنفرانس» د بودیجې وړاندیز منظور او د پوهنتون رهبرۍ ته يې ډاډ ورکړی، چې په پوره باور او د معیارونو په نظر کې نیولو سره دې نړیوال کنفرانس ته تیاری ونیسي.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د محصلینو له هغې نندارتون څخه هم لیدنه کړې، چې د هغوی له خوا جوړ شوي موډلونه او اختراعات پکې نندارې ته اېښودل شوي و.

