یکشنبه د ۳/۶/۱۴۴۵ هـ ق نېټه، چې ۲۶/۹/۱۴۰۲ هـ ش نېټې سره سمون خوري.
د هېواد له بېلابېلو لارو څخه هېواد ته کډوال راستانه شوي او په بېلابیلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
ننـــــــــګرهـــــــــــار
تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې ۱۴۵ کورنۍ او د نوموړو کورنیو ۲۰۵ تنه غړي ثبت او بایميټریک شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۵۴ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۵۴۰ زره افغانۍ کیږي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه ۴۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۳۳ تنه و، ګرهار، کنړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لیږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۴۱ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:
غذا: د تورخم په کمپونو کې درې زره او ۵۰۰ خوراکه ډوډۍ او ۱۳۰ زره لیټره پاکې اوبه وېشل شوي د.
خوراکي توکي او البسه: په تورخم کې راستنو شویو کډوالو ته لاندې خوراکي توکي او البسه وېشل شوې:
۳۰۰ تختې کمبلې، ۷۵ دانې فرشونه، ۷۵ بستې خام غذایي توکي او ۴۵۰ بستې معدني اوبه ویشل شوي دي.
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۳۰۶ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د کار موندنې کمیټه:
د کارموندنې کمېټې په تورخم کې درې تنه د بکلوریا سند لرونکي، یو تن د فوق بکلوریا سند لرونکی یو تن لیسانس، ۱۰۷ تنه غریبکار او ۷۰ تنه حرفهيي او مسلکي کسان چې ټول ۱۸۲ تنه کیږي، ثبت کړل.
یادې کمېټې په تورخم کې ۱۲۸ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.
همدارنګه یادې کمېټې له عمري کمپ څخه ۲۵ تنه ماشومان، په ولایتونو کې له خپلو کورنیو سره یو ځای کړې دي.
کنـــــــــــــــــــــــــــدهار
سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې ۴۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۹۴ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۱ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۴۱۰ زره افغانۍ کیږي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له سپین بولدک څخه ۲۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۲۷ تنه و، کندهار، هرات، غزني او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۳۴ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:
غذا: په سپین بولدک کې زر خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوې دي.
روغتیا: په سپین بولدک کې ۴۴۲ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.
البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان کډوالو ته ویشل شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۶۸۱ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د کار موندنې کمیټه:
د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې دوه تنه د بکلوریا سند لرونکي، یو تن فوق بکلوریا سند لرونکی، دوه تنه حافظان، یو تن دیني عالم، ۵۶ تنه غریبکار او ۴۸ تنه حرفهيي او مسلکي کسان چې ټول ۱۱۰ تنه کیږي، ثبت کړل.
یادې کمېټې په سپین بولدک کې ۵۹ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.
همدارنګه یادې کمېټې دوه تنه ماشومان چې له خپلو کورنیو څخه نادرکه شوي وو، پيدا او خپلو کورنیو ته سپارلي دي.
پکتیکا
آنګور اډه (ډیورنډ فرضي کرښه)
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
د آنګور اډې په کمپ کې څلور کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوې دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په آنګور آډه کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
غذا: کډوالو ته په آنګور اډه او ښرنه کې ۱۱۲ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوي دي.
روغتیا: په آنګور آډه کې ۴۸ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي او درې تنو ته واکسین تطبیق شوي دي.
هرات
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
په هرات کې ۲۸ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ ( د پوهنتون کمپ) کې ځای پر ځای شوي دي.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۳۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۲۸ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۵۹۸ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې له شپږو کورنیو سره لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته شوې دې چې ټولې ۶۰ زره افغانۍ کیږي.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
په نیمروز کې ۲۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۶ تنه و، د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوې دي او یادو کورنیو ته د ځای، البسې، غذا ترتیبات نیول شوې او د آی او ایم موسسې له لوري ورسره نغدي او غیرنغدي مرستې شوې دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:
مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسولینو له لوري ۳۳ عدده سیم کارتونه کډوالو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې ۱۲۸ تنو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:
یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
کابـــــــل
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له کابل څخه ۲۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۱۲ تنه و، کندوز، بلخ، تخار او پکتیا ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او د یادو کورنیو د موټرو ټوله کرایه ۷۷ زره او ۷۳۰ افغانۍ شوې ده.
د ټولو دروازو او کمېټو د بېلابېلو فعالیتونو مجموعي ارقام په لاندې توګه دي:
ټول ثبت شوي کډوال: ۲۱۹ کورنۍ، ۸۲۷ غړي
ټول لېږدول شوي کډوال: ۹۳ کورنۍ، ۴۷۲ غړي
ټول مرسته شوي کډوال: ۱۰۱ کورنۍ
لنډمهالي مېشت شوي کډوال: ۱۱۶ کورنۍ
ټول تداوي شوي کډوال: ۴۹۰ تنه
وېشل شوي سیمکارتونه: یو زر او ۲۰ عدده
د کډوالو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

