ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

سږ کال ننګرهار کې د ممپلیو حاصلات یو زر او ۶۰۰ مټریک ټنه ته رسیږي

د ننګرهار ولايت د ۱۱ ولسواليو د ۶۲۷ هکتاره ځمکې شاوخوا یو زر او ۶۰۰ مټريک ټنه د ممپليو حاصل ورکړی، چې په ۵۰ کارخونو کې يې له پروسس وروسته د هېواد بازارونو ته وړاندې کيږي.

په جلال اباد ښار کې د ممپليو پروسس کارخونو مسولين خوښ دي، چې سږکال د تېر په پرتله د ممپليو په حاصل کې درې برابره زياتوالی راغلی.

د ممپليو کروندګر په راتلونکې کې د کر په موخه تخم او کيمياوي سرې او د ممپليو کاروباريان او د کارخونو مسولين د سړو خونو، ترېشل او د پروسس اړوند نورو ماشينونو د ورکړې غوښتنه کوي.

دا مهال په جلال اباد ښار کې د ممپلیو پروسس ۵۰ کارخونې فعاليت کوي، چې په کې سلګونه کسان په کار بوخت دي او هره ورځ د هېواد بازارونو ته وطني د ښه کيفيت ممپلي وړاندې کوي.