د پکتیکا ولایت قومي مشرانو او مخورو د پوهنې وزارت له سرپرست مولوي حبیب الله اغا سره لیدنه کړې او د خپلو ولسوالیو د ښوونځیو او مدارسو ستونزو په اړه یې ورسره خبرې کړي.
مخورو هر یو په خپلو ولسوالیو کې د ښوونځیو او مدارسو پرمختګونه، نیمګړتیاوې او ستونزې د پوهنې وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې.
د پوهنې سرپرست وزیر ویلي؛ له شک پرته ياد سفرونه به د ښوونيز پرمختګ او د ستونزو د هواري په برخه کې د پام وړ پایلې ولري، تاسو ګرانو هېوادوالو ته ډاډ درکوو، چې د هېواد د بچيانو لپاره به د ښوونې او روزنې په برخه کې له هېڅ راز هڅو څخه درېغ ونه کړو.
نوموړي زياته کړې؛ د هېواد نوي نسل لپاره د ښوونیزو خدمتونو وړاندې کولو، د زده کړو د اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې به له هیڅ ډول هڅو دریغ ونکړي.

